پاریس: د لبنان د سولې د هوکړې د عملي کېدو ملاتړ کوو

IMG 6583

فرانسې اعلان کړی چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې په عملي کېدو کې د ګډون لپاره چمتو ده او دغه هوکړه یې د کړکېچ د کمېدو او د سویلي لبنان د ثبات پر لور مهم ګام بللی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «فرانسه، چې د اسرائیل او لبنان امنیت ته ژمنه ده او د سویلي لبنان د سولې په ساتلو کې رول لري، چمتو ده چې د دې هوکړې په پلي کېدو او د ټولو موخو په تحقق کې برخه واخلي.»

پاریس ټینګار کړی چې د دې هوکړې بشپړ عملي کېدل باید د لبنان د دولت د حاکمیت د بشپړې بېرته ټینګېدو زمینه په ټول هېواد کې برابره کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د لبنان د دولت له انحصاري وسلوال واک څخه ملاتړ کړی او د لبنان له خاورې د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې کړې ده.

دغه دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ د هوکړې چوکاټ لاسلیک شوی دی. د دې هوکړې هدف د سرحدي کړکېچ کمول، په ټاکلو سیمو کې د لبنان د پوځ ځای پر ځای کول او د راتلونکو سولې خبرو ته زمینه برابرول بلل شوي دي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې د مارچ په دویمه پیل شوې، کله چې حزب‌الله د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ پر اسرائیل توغندیز بریدونه وکړل، چې وروسته یې د دواړو لورو ترمنځ پراخې جګړې رامنځته کړې.

Exit mobile version