د اسرائیل د امنیت وزیر: له لبنان سره هوکړه لویه تېروتنه ده

IMG 6581

د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګویر، د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ شوې هوکړه «لویه تېروتنه» بللې او له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو یې غوښتي چې دغه هوکړه د ارزونې او رایې لپاره کابینې ته وړاندې کړي.

بن‌ګویر د شنبې په ورځ، د چنګاښ په شپږمه، په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسرائیلي ځواکونو پاتې کېدل د سویلي لبنان د حائل سیمې په ځینو برخو کې بسنه نه کوي او د لبنان حکومت نه دا وړتیا لري او نه هم اراده چې حزب‌الله بې‌وسلې کړي.

هغه ټینګار وکړ: «یوازې د اسرائیل پوځ د حزب‌الله د له منځه وړلو وړتیا لري او هېڅوک به دا کار زموږ پر ځای ترسره نه کړي.»

د بن‌ګویر دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې بنیامین نتانیاهو له لبنان سره شوې هوکړه د اسرائیل لپاره «لویه لاسته راوړنه» بللې او ادعا یې کړې چې دې هوکړې د ایران اسلامي جمهوریت ته مهم ګوزار ورکړی دی.

نتانیاهو ویلي، د هوکړې له مخې به اسرائیل تر هغه وخته د سویلي لبنان په حائل سیمه کې خپل پوځي حضور وساتي چې حزب‌الله بې‌وسلې شوی نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د هوکړې چوکاټ لاسلیک شوی دی. د دې چوکاټ له مخې، اسرائیلي ځواکونه به له خپلو تر کنټرول لاندې ځینو سیمو څخه ووځي او د لبنان پوځ به په دغو سیمو کې ځای پر ځای شي.

دغه چوکاټ د راتلونکو سولې خبرو ته هم زمینه برابروي او د دواړو لورو لپاره د کړکېچ د کمولو او د ژمنو د عملي کولو یو لړ بېړني اقدامات په پام کې نیسي.

Exit mobile version