راپور: فیفا د ایران د فوټبال فدراسیون غوښتنه رد کړه

IMG 6519 1024x448

د اتلتیک ویبپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې د ایران او مصر له سیالۍ مخکې، د دواړو هېوادونو د فوټبال فدراسیونونو هڅه کړې وه چې د امریکا د سیاتل ښار د لوبې شاوخوا او د فیفا اړوند سیمو کې د «پرایډ» اړوند ټولې نښې او تبلیغات لرې شي.

د راپور له مخې، فیفا دغه غوښتنه ونه منله او د سیالیو تنظیموونکې کمېټې، سیمه‌ییزو چارواکو او د سیاتل د کوربه‌توب مسؤلینو ټینګار وکړ چې مخکې ټاکل شوي پروګرامونه به بدلون ونه مومي.

اتلتیک لیکلي چې د ایران د فوټبال فدراسیون له فیفا غوښتي وو چې د چنګاښ د شپږمې نېټې د ایران او مصر د لوبې پر مهال د ال‌جي‌بي‌ټي‌کیو پلس ټولنې په ملاتړ هېڅ ډول مراسم یا تبلیغاتي فعالیت ترسره نه شي او د دغې ټولنې اړوند نښې هم په لوبغالي کې محدودې شي.

د ایران د فوټبال فدراسیون په خپره کړې اعلامیه کې، پرته له دې چې د ال‌جي‌بي‌ټي‌کیو پلس ټولنې نوم واخلي، ویلي چې د دې خوځښت اړوند هېڅ ډول مراسم یا تبلیغاتي فعالیت باید د لوبغالي دننه یا د سیالۍ د فضا د یوې برخې په توګه ترسره نه شي.

فیفا تر اوسه د دغه راپور او د یادو غوښتنو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

Exit mobile version