چارواکي: د ونزوېلا د زلزلو د ژغورنې عملیات لا هم روان دي

IMG 6507 1024x682

د ونزوېلا چارواکو اعلان کړی چې د وروستیو مرګونو زلزلو د قربانیانو شمېر ۱۸۸ تنو ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، تر اوسه لږ تر لږه یو زر او ۵۲۰ کسان ټپیان شوي او د زیانمنو سیمو د پلټنې او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

چارواکو ویلي چې ښايي شاوخوا ۲۰۰ کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې وي او ژغورونکې ډلې د هغوی د راایستلو لپاره هڅې کوي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې زرګونه کسان د دغو زلزلو له امله نادرکه شوي او د زیانونو ارزونه لا هم روانه ده.

یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو له ونزوېلا سره خواخوږي څرګنده کړې او د بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

Exit mobile version