ټرمپ د میناب پېښې په اړه د بشپړو څېړنو تر پای ته رسېدو د انتظار غوښتنه وکړه

IMG 6470 1024x683

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د میناب د یوه ښوونځي د برید په اړه د راپورونو په غبرګون کې دغه پېښه «وحشتناکه» وبلله.

ټرمپ وویل چې تر اوسه یې د دې پېښې وروستی راپور نه دی ترلاسه کړی او د مسئولیت د ټاکلو لپاره باید د روانو څېړنو پایلو ته انتظار وشي.

هغه زیاته کړه: «نه پوهېږم چې ایا وکولای شي اصلي مسئول وپېژني که نه، ځکه په هغه وخت کې له بېلابېلو لورو توغندي توغول کېدل.»

د امریکا ولسمشر وویل چې ځینو کسانو ادعا کړې چې ښایي کارول شوی توغندی د امریکا اړوند وي، خو تر اوسه داسې هېڅ شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا ادعا تایید کړي.

ټرمپ وویل: «ځینو وویل چې دا توغندی زموږ و، خو ما تر اوسه داسې کوم سند نه دی لیدلی چې وښيي دا د امریکا توغندی و.»

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي چې پنټاګون دا موضوع په جدي توګه تعقیبوي او د پېښې د ارزونې او پلټنې بهیر دوام لري.

هغه زیاته کړه چې د څېړنو پایلې به له بشپړېدو وروسته په مناسب وخت کې له خلکو سره شریکې شي.

ټرمپ د خپلو څرګندونو په پای کې یو ځل بیا وویل چې د هغه په باور د څېړنو وروستۍ پایلې به دا ونه ښيي چې امریکا د دې برید مسئولیت لري.

Exit mobile version