د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خلیج سفر ته دوام ورکړ

IMG 6459

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستۍ تفاهم‌نامې له لاسلیک وروسته خپل سیمه‌ییز سفر ته دوام ورکړی او له متحده عربي اماراتو څخه کویټ ته رسېدلی دی.

روبیو تر دې وړاندې په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لوړپوړو چارواکو، د دې هېواد د ولسمشر په ګډون، سره د ایران او امریکا د تفاهم‌نامې د تطبیق، د سیمې د امنیت، د هرمز تنګي وضعیت او په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات د ساتنې په اړه خبرې کړې وې.

کویټ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له رسېدو سره هم‌مهاله، په دغه هېواد کې د امریکا سفارت هم خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د امریکايي وګړو لپاره بېړني خدمات بیا فعال شوي او نور قونسلي خدمات به هم په تدریجي ډول بېرته پیل شي.

د اعلان شوې برنامې له مخې، مارکو روبیو به له کویټ وروسته بحرین ته سفر وکړي او هلته به د بحرین له چارواکو او د خلیج د همکارۍ شورا له استازو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران او امریکا د تفاهم‌نامې تطبیق، د سمندري تګ راتګ امنیت، د هرمز تنګي له لارې د کښتیو خوندي او ازاد تګ راتګ او سیمه‌ییز ثبات د دې سفر له مهمو محورونو څخه دي.

روبیو د امریکا تر ټولو لوړپوړی حکومتي چارواکی دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم‌نامې له لاسلیک وروسته سیمې ته سفر کوي.

Exit mobile version