قالیباف او عراقچي د ایراني پلاوي په مشرۍ سویس ته سفر کړی

IMG 6400

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی د امریکا متحده ایالاتو سره د وروستي تفاهم‌لیک د عملي کېدو په اړه د خبرو لپاره سویس ته روان شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دغه پلاوي مشري کوي.

عبدالناصر همتي، کاظم غریب‌آبادي، اسماعیل بقایي او حمید بورد هم د پلاوي د غړو په توګه معرفي شوي دي.

فارس خبري اژانس، چې سپاه پاسداران ته نږدې بلل کېږي، د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د سرمنشي مرستیال علي باقري کني هم په دې سفر کې ګډون لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د دې سفر هدف «د مقابل لوري د ژمنو د عملي کېدو تعقیبول» دي.

هغه ټینګار کړی چې دا غونډه د تهران او واشنګټن ترمنځ د نویو مذاکراتو د پیل معنا نه لري، بلکې د هغو ژمنو او تفاهماتو د عملي کېدو په اړه ده چې مخکې پرې موافقه شوې ده.

دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د وروستي تفاهم‌لیک له اعلان وروسته دواړه لوري د ژمنو د عملي کولو او د تخنیکي او اجرایي میکانیزمونو په اړه مشورې کوي.

تر اوسه امریکایي چارواکو د خپل پلاوي د ترکیب او یا هم د سویس د غونډې د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

د نیمروز له نظره، د سویس غونډه کولای شي د تفاهم‌لیک د عملي پړاو لپاره مهمه ازموینه وي او وښيي چې دواړه لوري د سیاسي تفاهماتو د عملي کولو لپاره څومره چمتووالی لري.

Exit mobile version