امریکايي پوځ وایي د هرمز تنګي د تګ راتګ بهیر عادي روان دی

IMG 6398 1024x682

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې هرمز تنګی لا هم د بېړیو پر مخ پرانیستی دی او امریکایي ځواکونه د واشنګټن او تهران ترمنځ د شوي تفاهم د عملي کېدو څارنه کوي.

سینټکام د شنبې په ورځ ویلي چې یوازې په همدې ورځ ۵۵ سوداګریزې بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي او له ۱۷ میلیونو بېرلو څخه ډېر نفت د دې ستراتیژیکې اوبو لارې له لارې لېږدول شوي دي.

دغه امریکايي پوځي بنسټ ټینګار کړی چې ځواکونه یې لا هم په سیمه کې حضور لري او د سمندري لارو د امنیت او د تفاهم د عملي کېدو بهیر له نږدې څاري.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک ویاندانو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې د ټولو بېړیو پر مخ تړل شوی دی.

سپاه ویلي وو چې دغه پرېکړه د امریکا له لوري د اوربند د ژمنو د نقض په غبرګون کې شوې او له بېړیو یې غوښتي وو چې د هرمز تنګي له سیمې لرې پاتې شي.

هممهاله، د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه هم د هرمز تنګي د تړل کېدو خبر ورکړی و.

هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو انرژۍ لارو څخه ګڼل کېږي او د خلیج سیمې د نفتو د صادراتو لویه برخه د همدې لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي. هر ډول خنډ یا ناامني په دې مسیر کې د نړیوالو انرژۍ بازارونو او نړیوالې سوداګرۍ لپاره مهمې پایلې لرلای شي.

تر اوسه د ایران او امریکا د چارواکو روایتونه د هرمز تنګي د وضعیت په اړه یو له بل سره په ټکر کې دي او د دې اوبو لارې د دقیق وضعیت په اړه خپلواکه ارزونه لا نه ده خپره شوې.

د نیمروز له نظره، د هرمز تنګي په اړه متضاد معلومات ښيي چې د سیمې وضعیت لا هم په بشپړ ډول عادي شوی نه دی او نړیوال بازارونه د روښانه او باوري معلوماتو په تمه دي.

Exit mobile version