د ایران او امریکا د تفاهم‌لیک له پلي کېدو سره په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ بېرته پیل شو

IMG 6385 1024x448

د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌لیک د پلي کېدو له پیل سره هممهاله، د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو او نفت‌لېږدونکو کښتیو تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.

د ایران دولتي ټلوېزیون د جمعې په ورځ هغه انځورونه خپاره کړل چې پکې د هرمز تنګي او د عمان سمندر شاوخوا اوبو کې د بار وړونکو او نفت‌لېږدونکو بېړیو تګ راتګ لیدل کېږي. دغه انځورونه وروسته له هغې خپاره شول چې د سمندري تګ راتګ د محدودیتونو د لرې کېدو اعلان وشو.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) هم ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لارښوونې پر بنسټ، د ایران بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه پای ته رسېدلي او امریکایي ځواکونه نور د بېړیو د تګ راتګ خنډ نه جوړوي.

د تفاهم‌لیک د مادو له مخې، ایران ژمنه کړې چې د ۶۰ ورځو لپاره به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو خوندي او ازاد تګ راتګ پرته له کوم اضافي لګښت څخه تضمینوي.

په مقابل کې، متحده ایالاتو د ایران پر وړاندې د سمندري او بندري محدودیتونو د لرې کولو بهیر پیل کړی دی.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د خلیج سیمې د نفتو او انرژۍ لویه برخه د همدې لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.

اقتصادي شنونکي باور لري چې د دې مهمې سمندري لارې بشپړ پرانیستل کېدل کولای شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو اندېښنې راکمې کړي، د نفتو د بیو ثبات ته زمینه برابره کړي او نړیوالې سوداګرۍ ته مثبت پیغام ولېږي.

د نیمروز له نظره، په هرمز تنګي کې د تګ راتګ بیا پیل یوازې یو سمندري پرمختګ نه دی، بلکې د نړیوال اقتصاد، انرژۍ او سیمه‌ییز ثبات لپاره یو مهم تحول ګڼل کېږي.

Exit mobile version