ټرمپ: په ۲۰۲۶ کال کې به چین او ترکیې ته سفر وکړم

IMG 6363 1024x576

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې چین او ترکیې ته سفرونه د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د مهمو پروګرامونو برخه دي.

ټرمپ دا څرګندونې د قطر له لوري د ډالۍ شوي بوینګ ۷۴۷ الوتکې د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې؛ هغه الوتکه چې د امریکا د ولسمشرۍ بېړۍ سره یوځای شوې ده.

د امریکا ولسمشر وویل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ به د سپټمبر په میاشت کې واشنګټن ته سفر وکړي.

د هغه په وینا، له دې لیدنې وروسته به دی هم د یوه مهم نړیوال غونډې لپاره چین ته سفر وکړي.

ټرمپ زیاته کړه چې ترکیه هم د هغه د ۲۰۲۶ کال د ډیپلوماټیکو سفرونو په لړ کې شامله ده او ټاکل شوې ده دغه هېواد ته هم سفر وکړي.

هغه د دغو سفرونو د دقیق وخت، اجنډا او احتمالي لیدنو په اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې سپینې ماڼۍ په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې له مهمو نړیوالو قدرتونو او سیمه‌ییزو لوبغاړو سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

سیاسي څارونکي باور لري چې د چین او ترکیې په څېر هېوادونو ته د امریکا د ولسمشر سفرونه کولی شي د اقتصادي همکاریو، امنیتي موضوعاتو او نړیوالو سیاسي اړیکو پر راتلونکو بحثونو اغېز ولري.

د نیمروز له نظره، د چین او ترکیې یادونه د امریکا د بهرني سیاست د هغو لومړیتوبونو څرګندونه کوي چې په کې له سترو قدرتونو او مهمو سیمه‌ییزو شریکانو سره اړیکې ځانګړی ځای لري.

Exit mobile version