د امریکا مرستیال ولسمشر وایي د تفاهم‌لیک لومړنی تطبیق له ستونزو پرته روان دی

IMG 6054

جي‌ډي ونس، د امریکا مرستیال ولسمشر، اعلان کړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په تفاهم‌لیک کې ټاکل شوې ۶۰ ورځنۍ موده د پنجشنبې له ورځې په رسمي ډول پیل شوې ده.

ونس په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل: «د ۶۰ ورځو موده نن په رسمي ډول پیل شوه.» هغه زیاته کړه چې د تفاهم‌لیک له لاسلیک راهیسې شاوخوا ۱۲.۵ میلیونه بېرله نفت د نړیوالو لارو له لارې لېږدول شوي دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې ایران تر اوسه د سمندري تګ راتګ پر وړاندې کوم برید نه دی ترسره کړی او د ده په وینا، د تفاهم‌لیک د عملي کېدو لومړنۍ مرحله له کومې جدي ستونزې پرته روانه ده.

ونس وویل چې ایران به د خپل دفاع حق ولري، خو واشنګټن تمه لري چې تهران به داسې توغندي ونه لري چې د سیمې او نړۍ امنیت ته پراخ ګواښ پېښ کړي.

هغه د لبنان ثبات د دې تفاهم له مهمو موخو څخه وباله او ویې ویل چې امریکا غواړي د لبنان حکومت د دغه هېواد په جنوب کې بشپړ کنټرول ولري او دولتي ځواکونه د حزب‌الله پر ځای واکمن حضور ولري.

د نوموړي په وینا، په داسې حالت کې به اسرائیل هم ځان له کم امنیتي ګواښ سره مخ احساس کړي او د لبنان پر جنوب او بیروت د بریدونو د بندېدو زمینه به برابره شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر همدارنګه ادعا وکړه چې د ایران د اټومي وسلو پروګرام له منځه تللی او تهران اوس مهال د اټومي وسلې د جوړولو ظرفیت نه لري.

ونس وویل: «که ایران سبا د اټومي وسلې د جوړولو پرېکړه هم وکړي، په ساده ډول یې ظرفیت نه لري.»

هغه ټینګار وکړ چې د امریکا هدف یوازې د لنډ مهال لپاره د ایران د اټومي وسلې مخنیوی نه دی، بلکې واشنګټن غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې تهران به د اوږدې مودې لپاره هم د دې وړتیا د بیا رغولو توان ونه لري.

د نوموړي په وینا، وروستی توافق باید د هغو ډلو د مالي ملاتړ د بندېدو موضوع هم په کې شامله وي چې امریکا یې «د سیمې بې‌ثباته کوونکې ډلې» بولي، او همدارنګه باید د ایران د اټومي وسلو د پروګرام د بیا راژوندي کېدو مخه ونیسي.

د ونس څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د وروستي توافق د بشپړولو لپاره ټاکل شوې خبرې اترې په راتلونکو اوونیو کې نوي پړاو ته داخلېږي.

د نیمروز له نظره، د ۶۰ ورځنۍ مودې پیل د تفاهم‌لیک د عملي ازموینې مرحله ګڼل کېږي. د دې دورې پایلې به وښيي چې ایا دواړه لوري کولای شي د سیاسي تفاهم له مرحلې څخه یوه جامع او دوامدار توافق ته ورسېږي که نه.

Exit mobile version