د امریکا ولسمشر د تهران او واشنګټن له تفاهم دفاع وکړه

IMG 6342

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن او تهران ترمنځ د وروستي تفاهم‌لیک په اړه د نیوکو په ځواب کې مخالفان «احمقان» او «حسودان» بللي دي.

ټرمپ په ټروت سوشال ټولنیزې شبکې کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «هغه احمقان چې فکر کوي ما د ایران پر وړاندې کافي سخت دریځ نه دی خپل کړی، په داسې حال کې چې د ونډو بازار تاریخي ریکارډ ته رسېدلی او د نفتو بیې راټیټېږي، یا حسودان دي، یا بد خلک دي، یا احمقان.»

د امریکا ولسمشر د تفاهم‌لیک له اعلان وروسته د اقتصادي شاخصونو ښه کېدل د دې توافق د بریالیتوب یوه نښه وبلله او ویې ویل چې دا پرمختګ د اقتصادي ثبات او د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د کمېدو لپاره مثبت ګام دی.

خو د دې تفاهم‌لیک پر وړاندې نیوکې یوازې د ډیموکرات ګوند له خوا نه دي مطرح شوې، بلکې یو شمېر مخکښو جمهوري غوښتونکو هم پرې شکونه څرګند کړي دي.

مایک پنس، چې د ټرمپ د لومړۍ دورې مرستیال ولسمشر و، فاکس نیوز ته په خبرو کې وویل چې د دې تفاهم‌لیک د محتوا او هغو موضوعاتو په اړه جدي اندېښنې لري چې په سند کې نه دي شاملې شوې.

پنس وویل: «دا تفاهم‌لیک په اندېښمنوونکي ډول د هغې نرمې پالیسۍ یاد تازه کوي چې زموږ ادارې د اوباما د اټومي توافق پر مهال رد کړې وه او وروسته جو بایډن هم د هغې د بیا راژوندي کولو هڅه کوله.»

د پنس څرګندونې ښيي چې د ایران او امریکا وروستی تفاهم حتی د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه هم له بشپړ ملاتړ سره نه دی مخ او ښايي په راتلونکو میاشتو کې د واشنګټن د سیاسي بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه شي.

د توافق ملاتړي باور لري چې دغه اقدام د شخړو د کمېدو او اقتصادي ثبات لپاره زمینه برابروي، خو منتقدان وایي چې د توافق جزییات، نظارتي میکانیزمونه او اجرایي تضمینونه باید په دقت وارزول شي.

د نیمروز له نظره، د ایران او امریکا تفاهم یوازې یوه بهرنۍ سیاسي موضوع نه ده، بلکې د امریکا د کورني سیاست برخه هم ګرځېدلې ده. د جمهوري غوښتونکو ترمنځ د نظر اختلاف ښيي چې د دې توافق راتلونکی به تر ډېره د واشنګټن د سیاسي سیالیو تر اغېز لاندې وي.

Exit mobile version