د تهران او واشنګټن تفاهم‌لیک د ایران د اسعارو او بورس بازارونو ته مثبت اغېز ورکړی

IMG 6339 1024x683

الجزیرې شبکې په یوه راپور کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته د ایران ملي اسعارو ارزښت د ډالر پر وړاندې له ۱۵ سلنې څخه ډېر لوړ شوی او د تهران د بورس بازار هم نوي ریکارډونه ثبت کړي دي.

دغه بدلون له څو میاشتو سختو مالي او اقتصادي بدلونونو وروسته رامنځته شوی دی. د راپور له مخې، د جګړې له پیل وروسته د ډالر بیه تر ۱۹۰ زره تومانو پورې لوړه شوې وه، خو د وروستیو تحولاتو تر مخه شاوخوا ۱۶۸ زره او ۵۰۰ تومانو ته رسېدلې وه.

الجزیره وایي چې د سیاسي ترینګلتیاوو کمېدل او د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هیله د پانګه‌والو باور زیات کړی او د ریال د ارزښت د لوړېدو لامل شوې ده.

خو راپور ټینګار کوي چې د ډیپلوماټیکو پرمختګونو مثبتې اغېزې لا هم د عادي ایرانیانو په ورځني ژوند کې په څرګند ډول نه دي لیدل شوې.

د الجزیرې په وینا، د خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو بیې لا هم لوړې دي او ګڼ شمېر کورنۍ د کلونو انفلاسیون، د پېرلو د ځواک د کمېدو او اقتصادي ستونزو له اغېزو سره مخ دي.

راپور زیاتوي چې که څه هم د اسعارو او بورس بازارونو د وروستي توافق هرکلی کړی، خو د ژوند د لګښتونو کمېدل وخت، اقتصادي ثبات او د تفاهم‌لیک د ژمنو عملي کېدو ته اړتیا لري.

اقتصادي شنونکي باور لري چې د هر سیاسي توافق ریښتینی اغېز هغه وخت د خلکو پر معیشت څرګندېږي چې اقتصادي محدودیتونه کم شي، بهرنۍ سوداګري پراخه شي او د انفلاسیون د کنټرول لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

د نیمروز له نظره، د ایران د مالي بازارونو مثبت غبرګون د پانګه‌والو د باور د بېرته راګرځېدو نښه ده، خو د هر اقتصادي بدلون اصلي ازموینه د خلکو په ورځني ژوند، د توکو په بیو او د کورنیو په اقتصادي وضعیت کې لیدل کېږي.

Exit mobile version