سوئیس د ایران او امریکا د لومړنیو مذاکراتو د پیل کوربه کېږي

IMG 6318

د سوئیس حکومت اعلان کړی چې د ایران او متحده ایالاتو پلاوي به د جمعې په ورځ د سوئیس په بئرګن‌اشتوک سیمه کې د وروستي تفاهم‌لیک د عملي کېدو په اړه د لومړنیو خبرو لپاره سره راټول شي.

د سوئیسي چارواکو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، پاکستان او قطر به هم د دې بهیر د منځګړو په توګه په غونډه کې ګډون وکړي. همدارنګه یو شمېر نور هېوادونه چې په ډیپلوماټیکو هڅو کې یې رول لوبولی، په دې پروګرام کې حضور لري.

سوئیس چې د ایراني او امریکایي پلاوو د رسمي لیدنې کوربه دی، ویلي چې د دې غونډې موخه د تهران او واشنګټن ترمنځ د تفاهم‌لیک د تطبیق لپاره د لومړنیو او مقدماتي خبرو اترو پیل دی.

د سوئیس په اعلامیه کې راغلي: «اوسنی پلان دا دی چې متحده ایالات او ایران د پاکستان او قطر په ګډون، چې د منځګړو رول لري، او همدارنګه نور ښکېل هېوادونه په بئرګن‌اشتوک کې د تفاهم‌لیک د اجرا په اړه د لومړنیو مذاکراتو لپاره سره راټول شي.»

سوئیسي چارواکو زیاته کړې چې د غونډې د دقیق مهالویش، د پلاوو د کچې او د مذاکراتو د بشپړ اجنډا په اړه نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې ایراني، امریکایي او پاکستاني چارواکو د تفاهم‌لیک د لاسلیک او د خبرو اترو د نوې مرحلې د پیل خبر ورکړی دی.

تمه کېږي چې له دې غونډې وروسته تخنیکي او اجرایي مذاکرات عملي بڼه خپله کړي او د دواړو لورو د ژمنو د پلي کېدو څرنګوالی، د څار میکانیزمونه او د باور جوړونې اقدامات وڅېړل شي.

د نیمروز له نظره، د بئرګن‌اشتوک غونډه به د سیاسي تفاهم او عملي تطبیق ترمنځ مهم پل وي. د دې مذاکراتو بریالیتوب کولای شي د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوږدمهاله تفاهم لپاره زمینه برابره کړي، خو هر ډول اختلاف د بهیر د ورو کېدو یا پیچلي کېدو سبب هم کېدای شي.

Exit mobile version