د پاکستان لومړی وزیر وایي د ایران او امریکا تفاهم‌لیک په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی

IMG 6312

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې د «اسلام‌آباد تفاهم‌لیک» په نوم د ایران او امریکا ترمنځ رامنځته شوی سند په الکترونیکي ډول لاسلیک شوی او اوس د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.

شهباز شریف په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپور شوي پیغام کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو له لوري د دې سند لاسلیک کېدل د دې ښکارندویي کوي چې تهران او واشنګټن خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو له لارې حل کول غواړي.

د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، د تفاهم‌لیک له نافذېدو سره به لومړني اقدامات سمدستي پیل شي. هغه ویلي چې په دې لړ کې به ایران د هرمز تنګی پرانیزي او امریکا به خپلې سمندري محدودیتونه او محاصره پای ته ورسوي.

شهباز شریف همدارنګه اعلان کړی چې پاکستان او قطر، چې د منځګړیتوب په بهیر کې یې مهم ملاتړیز رول لوبولی، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۹مه به په سویس کې د یوې ځانګړې غونډې کوربه وي.

د نوموړي په خبره، دا مراسم به د تفاهم‌لیک د لاسلیک او د تخنیکي مذاکراتو د نوې مرحلې د پیل په مناسبت ترسره شي.

د پاکستان لومړي وزیر د سیمې د ډیپلوماسۍ رول مهم وباله او له هغو هېوادونو یې مننه وکړه چې د منځګړیتوب او خبرو اترو په بهیر کې یې ونډه اخیستې ده.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ایران او امریکا چارواکو په وروستیو ورځو کې د خبرو اترو د پرمختګ او یوې احتمالي موافقې د نږدې کېدو خبر ورکړی دی.

سره له دې، د تفاهم‌لیک بشپړ جزییات او دقیق مواد لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي او لا هم د راتلونکو تخنیکي مذاکراتو پایلو ته سترګې په لار دي.

د نیمروز له نظره، د تفاهم‌لیک له اعلان وروسته اصلي ازموینه به د عملي تطبیق په پړاو کې وي. د تخنیکي مذاکراتو بریا یا ناکامي به وښيي چې ایا دواړه لوري کولی شي موقتي تفاهم په یوې پراخې او دوامدارې سیاسي موافقې بدل کړي که نه.

Exit mobile version