د اسلو محکمې ماریوس بورګ هویبي د جنسي تېري او نورو جرمونو په قضیه کې مجرم وپېژاند

IMG 6271 1024x683

La princesse Mette Marit de Norvège et son fils Marius Borg Høiby - La princesse Ingrid Alexandra de Norvège fête ses 18 ans lors d'un dîner de gala offert par le gouvernement à la bibliothèque nationale de Oslo le 16 juin 2022. Un anniversaire que la petite-fille du roi Harald V, deuxième dans l’ordre de succession à la couronne après son père, a fêté le 21 janvier dernier. Mais, à l’époque, l’épidémie de Covid-19 avait empêché que se tiennent les deux grands dîners de gala initialement prévus. Lesquels avaient donc été reportés de près de cinq mois. Elle portait une robe bustier en tulle blanc parsemée de sequins dorés dont elle avait masqué le décolleté par une étole.

د ناروې د پلازمېنې اسلو یوې محکمې ماریوس بورګ هویبي، د دغه هېواد د ولیعهد ناسکه زوی، د جنسي تېري، تاوتریخوالي او د نشه‌يي توکو اړوندو جرمونو په قضیه کې په څلور کاله بند محکوم کړی دی.

د محکمې د پرېکړې له مخې، ۲۹ کلن هویبي د هغه پر ضد له ۴۰ مطرح شویو تورونو څخه په ۳۴ مواردو کې مجرم پېژندل شوی دی.

په دغو تورونو کې د جنسي تېري دوه پېښې، د خپلې پخوانۍ شریکې پر وړاندې تاوتریخوالی، د نشه‌يي توکو اړوند جرمونه او د ځینو قضایي حکمونو نقض شامل دي.

محکمې ویلي چې نوموړی د جنسي تېري په دوو دوسیو کې مجرم بلل شوی، خو د همدې ډول دوو نورو تورونو څخه برائت ورکړل شوی دی.

دغه حکم د یوې اووه اوونیزې محاکمې له پای ته رسېدو وروسته صادر شوی؛ هغه قضیه چې په وروستیو میاشتو کې یې په ناروې کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د عامه افکارو پام یې ځان ته اړولی و.

څارنوالانو د محاکمې پر مهال ویلي وو چې څلورو ښځو هویبي د جنسي تېري په تور تورن کړی او ادعا یې کړې وه چې ځینې قربانیانې د پېښو پر مهال د ځان د دفاع یا مقاومت توان نه درلود.

د قضیې د څېړنې پر مهال د نشه‌يي توکو د استعمال، شخصي ویډیوګانو او د هغه د شخصي اړیکو اړوند سلګونه پیغامونه هم ارزول شوي دي.

ماریوس بورګ هویبي ټول درانه تورونه رد کړي وو، خو د ۳.۵ کیلوګرامه ماریجوانا د لېږد، د تماس د منع د حکم د نقض او ځینو ترافیکي سرغړونو منل یې تأیید کړي وو.

څارنوالۍ له محکمې غوښتي وو چې نوموړي ته اووه کاله او اووه میاشتې د بند سزا ورکړي.

د هویبي مدافع وکیل اعلان کړی چې د محکمې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.

ماریوس بورګ هویبي د ناروې د ولیعهد د مېرمنې له پخوانۍ اړیکې زوی دی. که څه هم نوموړی کوم رسمي شاهي لقب یا دولتي مسئولیت نه لري، خو د شاهي کورنۍ له غړو سره د نږدې اړیکو له امله تل د رسنیو د پاملرنې په مرکز کې پاتې شوی دی.

د نیمروز له نظره، دا قضیه په ناروې کې د قانون د حاکمیت، د عدلي بنسټونو د خپلواکۍ او د لوړپوړو او مشهورو څېرو پر وړاندې د قضایي چلند په اړه پراخ بحثونه راپارولي دي.

Exit mobile version