د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران او واشنګټن د نوې مذاکراتي مرحلې اعلان وکړ

IMG 6258 1024x683

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستي توافق لپاره مذاکرات به د جمعې په ورځ او د جګړې د پای د تفاهم‌لیک له رسمي لاسلیک سره هممهاله پیل شي.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي په تهران کې د مېشتو سفیرانو، شارژدافیرانو او د بهرنیو او نړیوالو استازولیو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ تفاهم‌لیک د یکشنبې په ورځ نهایی شوی او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې په رسمي توګه لاسلیک شي.

هغه ویلي چې د رسمي لاسلیک مراسم به احتمالاً د جمعې په ورځ په هغه ځای کې ترسره شي چې وروسته به اعلان شي. د نوموړي په وینا، په همدې ورځ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي او هراړخیز توافق لپاره د خبرو نوی پړاو هم پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا ادعا هم کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په لبنان کې شخړې هم پای ته رسېدلې دي.

عراقچي خبرداری ورکړی چې د ایران له نظره، د تفاهم‌لیک له عملي کېدو وروسته پر لبنان هر ډول پوځي برید به د یاد تفاهم‌لیک د مفاداتو نقض وبلل شي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرات نوې مرحلې ته داخل شوي او دواړه لوري د یوه پراخ توافق د نږدې کېدو خبره کوي.

سره له دې، د تفاهم‌لیک بشپړ جزئیات او د وروستیو مذاکراتو دقیق چوکاټ لا هم په رسمي ډول نه دی خپور شوی.

امریکایي چارواکو هم تر اوسه د عراقچي د څرګندونو د ځینو برخو، په ځانګړي ډول د لبنان او د تفاهم‌لیک د احتمالي شرایطو په اړه، رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د نیمروز له نظره، د راتلونکو مذاکراتو بریا یا ناکامي به نه یوازې د ایران او امریکا پر اړیکو، بلکې د منځني ختیځ پر امنیتي او سیاسي وضعیت هم مهم اغېز ولري.

Exit mobile version