واشنګټن د تهران سره د بشپړې هوکړې اعلان وکړ

IMG 6221 1024x682

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ توافق نهايي شوی او دواړه لوري بشپړې هوکړې ته رسېدلي دي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشال» کې په یوه بیان کې لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت سره توافق اوس بشپړ شوی دی. ټولو ته مبارکي وایم.»

د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي چې د توافق له نهايي کېدو وروسته یې سمدستي د ایران پر وړاندې د سمندري محدودیتونو د لغوه کولو امر صادر کړی دی.

هغه په خپل پیغام کې لیکلي چې د هرمز تنګي د بشپړې او بې‌محدودیته پرانیستې اجازه ورکړل شوې او هممهاله د ایران پر وړاندې د امریکا د سمندري محاصرې د ختمولو امر هم صادر شوی دی.

ټرمپ د نړیوالې انرژۍ سوداګرۍ اهمیت ته په اشارې ویلي: «د نړۍ بېړۍ دې خپل انجنونه چالان کړي؛ پرېږدئ چې نفت بهېدل پیل کړي.»

د دغه توافق اعلان د ایران او امریکا ترمنځ له میاشتو سیاسي او پوځي ترینګلتیا وروسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

خو تر اوسه د توافق بشپړ جزئیات، د دواړو لورو ژمنې او د عملي کېدو میکانېزم په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

ایراني چارواکو هم تر اوسه د دې توافق د محتوا په اړه خپلواکې او بشپړې څرګندونې نه دي کړي، خو تمه کېږي چې په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د دې هوکړې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړخونو په اړه نور معلومات خپاره شي.

د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې هر ډول احتمالي توافق د نړیوالو انرژۍ بازارونو، د منځني ختیځ امنیتي وضعیت او د ایران او لوېدیځ ترمنځ د راتلونکو اړیکو پر مسیر مستقیم اغېز لرلی شي.

Exit mobile version