د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه ښار کې، د چمن دروازې ته نږدې د يوې چاودنې له امله د مسافر وړونکي اورګاډي دوه واګونونه له پټلۍ وتلي او يو بل واګون ته سخت زيان اوښتی دی.
د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له شلو زيات نور ټپيان دي.
د پاکستان يوه پوليسي چارواکي بي بي سي اردو ته دغه شمېرې تاييد کړې، خو د مرګ ژوبلې کره او رسمي شمېرې تر اوسه نه دي خپرې شوې.
له پېښې وروسته خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې څو موټر سوځېدلي او د اورګاډي واګونونه هم پر پټلۍ اوښتي دي.
د بلوچستان ايالتي حکومت د کورنيو چارو د ادارې رسنيز سلاکار بابر يوسفزی ويلي چې چارواکي د چاودنې په اړه مالومات راټولوي.
عرفان خان، چې د پېښې يو عيني شاهد دی، بي بي سي اردو ته ويلي چې د چاودنې زور دومره ډېر و چې د اورګاډي دوه واګونونه يې واړول او د اور له امله يو واګون ته دروند زيان واوښت.
د هغه په وينا، د اورګاډي کرښې ته نږدې څو موټر هم زيانمن شوي او د چاودنې غږ د ښار په بېلابېلو سيمو کې اورېدل شوی دی.
له دې پېښې وروسته د کوټې ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ژغورنې او مرستو عمليات لا هم روان دي.
هممهاله اندېښنې شته چې ښايي د قربانيانو شمېر نور هم زيات شي.
د پاکستان بلوچستان ايالت په وروستيو کلونو کې څو ځله د چاودنو، پر اورګاډو د بريدونو او پراخو ناامنيو شاهد پاتې شوی دی.














