په ترکیه کې پر مکتب ډزې وشوې۱۶ تنه ټپیان شوي دي

د ترکیې په جنوب ختیځ کې په یوه مکتب کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د شانلي‌اورفا په ښار کې رامنځته شوې، چیرې چې یو ۱۸ کلن پخوانی زده‌کوونکی د ټوپک سره مکتب ته ننوتی او پر زده‌کوونکو او ښوونکو یې ډزې کړې دي.

په ټپیانو کې ۱۰ زده‌کوونکي، څلور ښوونکي، یو امنیتي ساتونکی او یو د مکتب کارکوونکی شامل دي، چې د پنځو کسانو حالت یې نازک ښودل شوی دی.

چارواکي وایي چې بریدګر له برید وروسته ځان وژنه کړې ده.

همداراز ویل کېږي چې ځینې زده‌کوونکي د ځان ژغورنې لپاره له کړکیو ځانونه غورځولي دي.

د دې پېښې انګېزه لا هم نه ده معلومه او پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

دا پېښه یو ځل بیا د تعلیمي مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتوي.

Exit mobile version