له موږ سره همکاري
تلویزیون نیمروز د یوې خپلواکې خبري رسنۍ په توګه له خبریالانو، لیکوالانو او رسنیزو فعالانو څخه د همکارۍ بلنه ورکوي.
که تاسو د خبر لیکلو، راپور جوړولو، تحلیل او یا د محتوا تولید وړتیا لرئ، کولی شئ زموږ له ټیم سره یو ځای شئ.
موږ هغو کسانو ته اړتیا لرو چې مسوول، دقیق او د ژورنالیزم اصولو ته ژمن وي.
د همکارۍ برخې:
– میداني خبریال
– لیکوال او شنونکی
– د ویبسایټ او ټولنیزو شبکو لپاره د محتوا جوړوونکی
د همکارۍ لپاره، خپل معلومات او نمونې کارونه لاندې ایمیل ته واستوئ:
jobs@nimruztv.com