په هلمند کې ځايي سرچينې وايي طالبانو د دغه ولايت د کرکټ د عمومي لوبغالي د نړولو عملي بهير پيل کړی دی.
دغه لوبغالی، چې د افغانستان له سترو ورزشي ډګرونو څخه ګڼل کېده، د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت جوړ شوی و.
د سرچينو د مالوماتو له مخې، طالبان غواړي دغه لوبغالی د لوی اختر پر جومات بدل کړي.
دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې د لښکرګاه ښار په مرکز کې لا دمخه يو معياري د لوی اختر جومات شته او ترڅنګ يې پراخې دولتي ځمکې هم موجودې دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، د جومات جوړولو لپاره د لوبغالي نړول اړين نه و او دغه ميدان په هلمند کې د کرکټ د ودې او د ځوانو لوبغاړو د روزنې مهم رول درلود.
د خلکو په وينا، دغه لوبغالی د هلمند له مهمو ورزشي مرکزونو څخه و او ګڼ شمېر ځوانان د همدې ميدان له لارې مسلکي کرکټ سياليو ته رسېدلي وو.
ځينو اوسېدونکو او د ټولنيزو رسنيو کاروونکو د لوبغالي پر جومات د بدلولو پرېکړه له کرکټ ورزش سره «عقده ييز چلند» بللی او خبرداری يې ورکړی چې دا اقدام ښايي د هېواد پر ورزشي راتلونکي، په ځانګړي ډول کرکټ، منفي اغېز وکړي.
په وروستيو ورځو کې د طالبانو د دغې پرېکړې پر ضد په ټولنيزو رسنيو پراخ غبرګونونه خپاره شوي او يو شمېر کاروونکو له طالبانو غوښتي چې د ورزشي ډګرونو له نړولو لاس واخلي.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه دي ويلي چې ولې يې همدغه لوبغالی د لوی اختر جومات لپاره غوره کړی دی.














