د اسرائیل پوځ ویلي چې ایران د اسرائیل پر لور د څو توغندیزو بریدونو په ترسره کولو سره «ستره تېروتنه» کړې او د دې اقدام د ټولو پایلو مسؤلیت به پر غاړه ولري.
د اسرائیلي پوځ ویاند افي دفرین د یکشنبې په ورځ وویل چې ایران یو ځل بیا د پوځي تقابل لاره غوره کړې او د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو خطر یې زیات کړی دی.
دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د اسرائیل په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وغږېدل او پوځ اعلان وکړ چې د ایران له لوري توغول شوي څو توغندي د دفاعي سیسټمونو له خوا تعقیبېږي او رهګیري کېږي.
اسرائیلي چارواکي وایي دا د اپرېل له اوربند وروسته د ایران لومړنی مستقیم توغندیز برید دی. په مقابل کې د ایران سپاه پاسداران ویلي چې دغه برید د خبرداري په توګه ترسره شوی او د بیروت په جنوبي ضاحیه کې د اسرائیل د وروستۍ حملې ځواب دی.
د بنیامین نتانیاهو دفتر مخکې ویلي وو چې اسرائیلي ځواکونو په ضاحیه کې د یوې وسله والې ډلې د قوماندې مرکز په نښه کړی دی. د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.
هممهاله حزب الله هم اعلان کړی چې د اسرائیل دوه پوځي اډې یې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړې دي.
په تهران کې د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف امریکا د اسرائیل د اقداماتو ملاتړې بللې او ویلي یې دي چې د واشنګټن ملاتړ د سیمې وضعیت لا پېچلی کړی دی.
د وروستیو تحولاتو ارزونه ښيي چې د منځني ختیځ نازک اوربند له جدي فشار سره مخ شوی او د ایران، اسرائیل او د ایران د متحدو ډلو ترمنځ د مستقیمې مقابلې احتمال زیات شوی دی.
سره له دې چې نړیوالې ډیپلوماټیکې هڅې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره روانې دي، خو د متقابلو بریدونو دوام ښيي چې سیمه د نوي امنیتي بحران پر لور روانه ده. که وضعیت همداسې دوام وکړي، د جګړې د پراخېدو اغېزې به یوازې ایران او اسرائیل پورې محدودې نه وي، بلکې ټول منځنی ختیځ به ورڅخه اغېزمن شي.













