د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د غني شویو یورانیمو له منځه وړل د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو اټومي مذاکراتو له مهمو هدفونو څخه دي او امریکا به دغه هدف د موافقې له لارې یا د خبرو د ناکامۍ په صورت کې په بل ډول تعقیب کړي.
ټرمپ له انبيسي نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل، که دواړه لوري یوې موافقې ته ورسېږي، د غني شویو یورانیمو د راټولولو او له منځه وړلو بهیر به د ګډې همکارۍ په چوکاټ کې ترسره شي. هغه زیاته کړه چې د اړیکو د ښه کېدو او یوې احتمالي موافقې په صورت کې به دواړه هېوادونه وکولای شي دغه پروسه په ګډه مدیریت کړي.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ: «دا مواد به وباسو او له منځه به یې یوسو؛ که په هماغه ځای کې وي او که په بل ځای کې.»
هغه خبرداری ورکړ چې که مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي، امریکا د ایران د غني شویو یورانیمو د له منځه وړلو لپاره نور سخت انتخابونه هم په پام کې لري.
ټرمپ څرګنده کړه چې د اړتیا په صورت کې واشنګټن د پوځي اقدام له لارې هم د دغو زیرمو د له منځه وړلو لپاره چمتو دی.
هغه همداراز د منځني ختیځ په اړه وویل چې امریکايي ځواکونه به تر هغه وخته په سیمه کې پاتې وي څو د مذاکراتو برخلیک او د هرې احتمالي موافقې پایله روښانه شي.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې د ایران د رهبرۍ موضوع ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې ښايي د مجتبی خامنهيي د موقعیت په اړه معلومات ولري، خو په دې اړه یې نور جزئیات وړاندې نه کړل.
د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې لا هم روانې دي او دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې څو ځله مذاکرات ترسره کړي دي.
د غني شویو یورانیمو موضوع د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له تر ټولو مهمو ټکو څخه ګڼل کېږي. امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې ایران باید د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ترلاسه نه کړي، خو تهران بیا تل ویلي چې اټومي پروګرام یې یوازې سولهییز اهداف لري.
د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن نور یوازې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو غوښتنه نه کوي، بلکې د موجودو غني شویو یورانیمو له منځه وړل هم د هرې راتلونکې موافقې له مهمو شرطونو څخه بولي.
د دې دریځ اهمیت په دې کې دی چې ایران خپلې غني شوې اټومي زیرمې د مهمې ستراتیژیکې پانګې او مذاکراتي اهرم په توګه ګڼي. له همدې امله د دغو زیرمو د له منځه وړلو غوښتنه کولای شي د دواړو لورو ترمنځ خبرې لا پېچلې او د یوې موافقې ترلاسه کول لا ستونزمن کړي.
شنونکي باور لري چې د ټرمپ د پوځي اقدام څرګند ګواښ نه یوازې د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي فشار زیاتوي، بلکې د سیمې امنیتي وضعیت هم له نوو ننګونو سره مخ کولای شي.













