روزیتا مرتضی، ۳۱ کلنه افغانه ډاکټره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هالنډ ته کډواله شوې، وایي اوږده او پېچلي اداري بهیرونه د دې لامل شوي چې لا هم ونه شي کولای د ډاکټرې په توګه خپل مسلکي کار بېرته پیل کړي.
هغې له هالنډي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې نه یوازې د خپل مسلکي راتلونکي په اړه اندېښنه لرله، بلکې د شخصي امنیت په اړه هم له جدي خطرونو سره مخ وه.
روزیتا پخوا په افغانستان کې د ناټو په یوه پوځي روغتون کې د ډاکټرې د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوله او تازه یې د عمومي طب زده کړې بشپړې کړې وې. نوموړې وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او اوس د هالنډ په نانسپیت ښار کې ژوند کوي.
سره له دې چې څو کاله یې په هالنډ کې تېر کړي، لا هم د طبابت رسمي اجازه نه ده ترلاسه کړې. نوموړې اوس مهال د یوه کورني ډاکټر په کلینیک کې په رضاکارانه ډول کارآموزي کوي څو خپلې مسلکي وړتیاوې وساتي او د هالنډ له روغتیايي سیستم سره لا ډېره بلدتیا پیدا کړي.
د هالنډ د قوانینو له مخې، هغه ډاکټران چې خپلې لوړې زده کړې یې د اروپایي ټولنې له غړو هېوادونو بهر ترسره کړې وي، باید د ژبې زده کړه، د تحصیلي اسنادو ارزونه، علمي او عملي ازموینې او د مسلکي ثبت ځانګړی بهیر بشپړ کړي.
روزیتا وایي چې ټول اړین اسناد یې سپارلي او د هالنډي ژبې ازموینه یې هم په بریالیتوب تېره کړې ده، خو لا هم د عملي ازموینو لپاره د انتظار په لېست کې ده.
هغې ویلي: «راته ویل شوي چې ظرفیت محدود دی او باید انتظار وباسم. دا وضعیت د بېباورۍ او نامعلوم راتلونکي احساس رامنځته کوي، ځکه نه پوهېږم چې کله به د ازموینې فرصت ترلاسه کړم.»
د نوموړې په وینا، د عملي ازموینو محدود ظرفیت یوازې د هغې ستونزه نه ده، بلکې ګڼ نور کډوال ډاکټران هم له ورته وضعیت سره مخ دي.
روزیتا ټینګار کوي چې غواړي مالي خپلواکي ترلاسه کړي او بېرته هغه مسلک ته ستنه شي چې کلونه یې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کړې دي.
هغې ویلي: «زه بل مسلک نه غواړم. زما تلنی خوب دا و چې ډاکټره شم او د دې موخې لپاره به تر پایه هڅه کوم، که هر څومره وخت هم ونیسي.»
نوموړې د مسلکي ازموینو ترڅنګ د هالنډي ژبې پر پیاوړتیا هم کار کوي او باور لري چې د ناروغانو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ژبې بشپړه پوهه ضروري ده.
هغې د افغانستان او هالنډ د روغتیايي فرهنګونو ترمنځ توپیرونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ناروغان زیاتره وروستۍ پرېکړه ډاکټر ته پرېږدي، خو په هالنډ کې ناروغان د درملنې په پرېکړو کې فعاله ونډه لري.
د روزیتا کیسه د هغو زرګونو متخصصو کډوالو د تجربو یوه بېلګه ده چې له زده کړو، تجربې او مسلکي وړتیاوو سره سره، د کوربه هېوادونو د اداري او حقوقي خنډونو له امله کلونه انتظار باسي څو بېرته خپل مسلک ته ستانه شي.
د دې موضوع مهمه زاویه دا ده چې په داسې حال کې چې ګڼ اروپایي هېوادونه د روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي، لا هم ډېر مسلکي کډوال د اوږدو اداري پروسو له امله نشي کولای خپلې وړتیاوې د کار بازار ته وړاندې کړي.













