د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اعلان کړی چې د «تحسين القرآن»، «څانګي» او «زما زيور» په نوم د درېيو سيمه ييزو راډيوګانو فعاليتونه درول شوي دي.
د دغې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې يادې راډيوګانې د رسمي جواز د نشتوالي، د څو کلونو مالياتو د نه ورکړې او «غير معياري» خپرونو له امله له فعاليت څخه منع شوې دي.
طالبانو ويلي چې دا اقدام د اړوندو ادارو په همغږۍ او د سيمه ييزو رسنيو د فعاليتونو د ارزونې او قانوني کولو په موخه ترسره شوی دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د «ملت ږغ» او «وړانګي» راډيوګانو مسؤولانو ته هم خبرداری ورکړی چې خپل رسمي اسناد دې په ټاکلي وخت بشپړ او فعاليتونه دې قانوني کړي.
دغه اداره له ټولو سيمه ييزو رسنيو غوښتي چې خپلې خپرونې د «اسلامي اصولو او اخلاقي ارزښتونو» له مخې تنظيم کړي.
بل لور ته، د ځينو راډيوګانو مسؤولانو ويلي چې د هغوی جوازونه او رسمي اسناد په کابل کې پر وخت نه دي بشپړ شوي او اداري ځنډونو دغه ستونزه رامنځته کړې ده.
په وروستيو مياشتو کې په افغانستان کې د رسنيو پر فعاليتونو محدوديتونه زيات شوي او د بيان ازادۍ ملاتړو بنسټونو څو ځله د رسنيزې فضا د محدودېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.














