په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ويلي چې افغانستان د ولادي فيستولا د پېښو له مخې د نړۍ پنځم هېواد ګڼل کېږي.
دغه بنسټ ويلي چې شاوخوا ۱۵ زره افغان ښځې او نجونې له دې جدي ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په اېکس کې په خپور کړي پيغام کې ټينګار کړی چې ولادي فيستولا لا هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو لپاره د معلوليت، روغتيايي ستونزو او ټولنيزې انزوا لامل ګرځي.
دغه سازمان زياته کړې چې د دې ناروغۍ مخنيوی او درملنه پراخو روغتيايي خدمتونو، خوندي جراحي او اړينو طبي اسانتياوو او تجهيزاتو ته اړتيا لري.
ولادي فيستولا معمولاً د اوږدې يا سختې زايمانۍ له امله رامنځته کېږي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې ښځې پر وخت روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی ونه لري.
دغه ناروغي ښځو ته جدي جسمي او رواني ستونزې رامنځته کولای شي.
روغتيايي کارپوهان وايي بېوزلي، د درملنې د مرکزونو کمښت، په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو نشتوالی او طبي پاملرنې ته د ښځو محدود لاسرسی په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زياتېدو مهم لاملونه دي.
نړيوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتيايي بحران، په ځانګړي ډول د ښځو او ميندو اړوند خدماتو برخه، لا هم د هېواد له جدي بشري ستونزو څخه ګڼل کېږي.














