د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو لوړېدو د خلکو د پېرلو توان په سخت ډول کم کړی او ګڼې کورنۍ د ورځنيو اړتياوو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د کابل اوسېدونکي وايي د لومړنيو او خوراکي توکو بيې په وروستيو اوونيو او مياشتو کې لوړې شوې او دې وضعيت پر کورنيو اقتصادي فشار زيات کړی دی.
د هغوی په وينا، پراخه بېکاري او د ثابت عايد نشتوالی لامل شوی چې ډېری کورنۍ حتی د ژوند د لومړنيو اړتياوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ شي.
ځينې خلک وايي د خوراکي توکو، د کور کرايې او نورو ورځنيو لګښتونو بيې په داسې حال کې زياتې شوې چې د خلکو د کار او عايد فرصتونه کم شوي دي.
ښاريان د ګرانۍ د کنټرول او اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره د اغېزناکو پروګرامونو د نشتوالي له امله هم نيوکې کوي.
افغانستان په وروستيو کلونو کې له اقتصادي بحران، د بېوزلۍ له زياتېدو او د کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دی.
نړيوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې د اقتصادي بحران او بېکارۍ دوام ښايي په افغانستان کې بشري وضعيت نور هم خراب کړي.














