د طالبانو د خوست ولايت د استيناف محکمې رئيس عين الله خليل په يوه ترافيکي پېښه کې وژل شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې د يوه پيغام په خپرولو سره د هغه مړينه تاييد کړې، خو د پېښې د ځای او دقيق وخت په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
د دغه طالب چارواکي مړينه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستيو اوونيو کې په افغانستان کې ترافيکي پېښې په څرګند ډول زياتې شوې او په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.
تېره ورځ هم د کندهار د دامان ولسوالۍ او د لغمان ولايت په دوو جلا ترافيکي پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي وو.
يو شمېر خلکو د سړکونو خراب حالت، د ترافيکي نښو نشتوالی او پر موټرو د څار کمښت د دغو پېښو مهم لاملونه بللي او ويلي يې دي چې ترافيکي پېښې په افغانستان کې د ورځني ژوند له تر ټولو مرګونو بحرانونو څخه ګرځېدلې دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د پوليسو قوماندانۍ د شمېرو له مخې، يوازې په تېر يوه کال کې په دغه ولايت کې ۱۲۲ ترافيکي پېښې ثبت شوې چې لږ تر لږه ۱۳۶ کسان پکې وژل شوي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د پوليسو وياند احسان الله کامګار مخکې ويلي وو چې په دغو پېښو کې ۱۷۵ نور کسان هم ټپيان شوي دي.
کارپوهان وايي د سړکونو خرابوالی، چټک موټر چلول، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د معياري زېربناوو نشتوالی په افغانستان کې د ترافيکي پېښو د زياتېدو اصلي لاملونه دي.














