د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرش د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هرکلی کړی او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره مهم ګام بللی دی.
ګوټرش په یوه بیان کې له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د اوربند درناوی وکړي، څو په سیمه کې د پایدار او هر اړخیز سولې لپاره زمینه برابره شي.
په بیان کې ټینګار شوی چې د جګړو سمدستي درول د ملکي وګړو د ساتنې او د بشري کړاوونو د کمولو لپاره ضروري دي.
هغه همداراز له پاکستان او نورو هغو هېوادونو مننه کړې چې د دې اوربند په رامنځته کولو کې یې رول لوبولی دی.
خو شنونکي وایي چې د ورته اوربندونو پخوانۍ تجربې ښيي، د باور کمښت او د عملي میکانیزم نشتوالی کولای شي د دې ډول توافقونو دوام له ستونزو سره مخ کړي.

