د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف په یوه پیغام کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د هغه اقدامات به امریکا د «هرې کورنۍ لپاره ژوندی دوزخ» کړي.
قالیباف ویلي چې د ټرمپ پر دې ټینګار چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لارښوونو پیروي کوي، ټوله سیمه به هم له خطر سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې چې ټرمپ به د «جګړهییزو جرمونو» له لارې هېڅ لاسته راوړنه ونه لري.
د ایران د پارلمان رئیس ټینګار کړی چې یوازینی حقیقي حل د ایران د خلکو د حقونو درناوی او د دې «خطرناکې لوبې» پای ته رسول دي.

