د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې د ایران د اټومي بحران حل د پوځي لارې ممکن نه دی او یوازینی اغېزمنه لاره د دیپلوماتیکو هڅو دوام دی.
هغه د سویلي کوریا د سفر پر مهال د ایران او د هرمز تنګي وروستیو تحولاتو ته په اشارې سره ویلي چې د امریکا او اسرائیل بریدونه د ایران د اټومي پروګرام ستونزه نه شي حل کولای.
مکرون خبرداری ورکړی چې که د دیپلوماتیکو او تخنیکي خبرو لپاره یو واضح چوکاټ موجود نه وي، وضعیت ښايي په راتلونکو میاشتو او کلونو کې بیا خراب شي.
هغه همدارنګه د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د پوځي عملیاتو طرحه «غیرواقعي» بللې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدام له جدي خطرونو سره مل دی.
د فرانسې ولسمشر په وینا، د هرمز له تنګي تېرېدنه ښايي د ایران د ساحلي ګواښونو او توغندیزو وړتیاوو سره مخ شي.
په همدې حال کې، یو امریکايي پوځي چارواکي ویلي چې د ایران پر ضد عملیاتو کې پرمختګ شوی او د دغه هېواد پوځي وړتیاوې کمزورې شوې دي.

