د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د کندز ولایت یو شمېر کونډې ښځې وایي چې له سختې اړتیا سره سره، له څو میاشتو راهیسې له بشري مرستو محرومې پاتې دي.
دوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې مرستې محدودې، نامنظمې او په ډېرو مواردو کې د لېستونو او واسطهګانو پورې تړلې دي.
ځینې ښځې وایي چې له پرلهپسې مراجعهوو سره سره، نومونه یې د مرستو د ترلاسه کوونکو په لېست کې نه دي ثبت شوي او د مرستو ترلاسه کول ورته ستونزمن شوي دي.
د دوی په وینا، د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سره، د مرستو نشتوالي د دوی د ژوند وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
په همدې حال کې، یو شمېر دیني عالمان او حقوقپوهان ټینګار کوي چې د کونډو او اړمنو ښځو ملاتړ هم د اسلامي شریعت او هم د ملي قوانینو او نړیوالو اسنادو له مخې یو بنسټیز حق دی.
خو راپورونه ښيي چې په عملي ډول د مرستو محدودیت، د وېش په بهیر کې د شفافیت نشتوالی او د واسطهګانو رول د دې ښځو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.

