د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د ایران ولسمشر ویلي چې هېواد یې له امریکايي خلکو سره هېڅ ډول دښمني نه لري، په داسې حال کې چې کړکېچونه دوام لري.
هغه په یوه پیغام کې چې د امریکا خلکو ته یې استولی، ویلي چې ایران جګړه نه ده پیل کړې او یوازې د ځان دفاع کوي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې چې د ایران په اړه هغه انځور چې د یو ګواښ په توګه وړاندې کېږي، له واقعیت سره سمون نه لري.
هغه ویلي چې د ایران خلک له نورو ملتونو سره، په ځانګړي ډول د امریکا، اروپا او ګاونډیو هېوادونو له خلکو سره، هېڅ دښمني نه لري.
نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې د ایران پر زیربناوو بریدونه ښايي داسې پایلې ولري چې له پولو هاخوا هم اغېزې وکړي.

