د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات ښايي په دوو تر درېیو اونیو کې پای ته ورسېږي.
هغه په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د عملیاتو اصلي اهداف ترلاسه شوي او امریکايي ځواکونه اوس د عملیاتو «وروستي پړاو» ته داخل شوي دي.
ټرمپ ادعا کړې چې اصلي هدف، یعنې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا محدودول، تر ډېره حده ترلاسه شوی دی.
هغه همدارنګه ویلي چې امریکا اوس د ایران پر هوايي حریم کنټرول لري او په تهران کې وضعیت د لوړپوړو چارواکو له وژل کېدو وروسته بدل شوی دی.
د هغه په وینا، امریکايي ځواکونه به هغه وخت ووځي چې ډاډ ترلاسه شي ایران نور د اټومي وسلو د جوړولو توان نه لري، که هوکړه وشي او که ونه شي.
ټرمپ دا هم ویلي چې ایراني مشران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې هڅه کوي، خو تهران دا ادعا رد کړې ده.

