د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې نږدې ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي او شاوخوا ۹۳ کیلومتره سړکونه هم له منځه تللي دي.
د راپور له مخې، په یو شمېر سیمو کې لارې بندې شوې او د لږ تر لږه ۲۵ ولایتونو اوسېدونکي له سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو سره مخ شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زیانونو پراخوالی ښيي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له خلکو غوښتي چې له سیلابځپلو سیمو او د سیندونو له غاړو څخه ځانونه لرې وساتي.
همدارنګه د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت خبرداری ورکړی چې د سیندونو د اوبو کچه لوړېږي او ښايي په راتلونکو ورځو کې نور سیلابونه هم رامنځته شي.

