طالبانو د جوزجان ولایت د قوشتپه ولسوالۍ کې شپږ کسان، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، د بېلابېلو تورونو په تړاو په بدني سزا محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې دغه کسان د «مسوولانو ته د سپکاوي، نامشروع اړیکو، د روژې خوړلو او زنا» په تورونو له ۲۰ تر ۳۹ درو شلاقو وهل شوي او له شپږو میاشتو تر دوو کلونو بند ته محکوم شوي دي.
طالبانو ویلي چې دا مجازات د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښيي طالبانو په وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ورته بدني سزاوې هم عملي کړې دي.
حقوقي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د طالبانو جزایي قوانین د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، پر حقونو پراخ محدودیتونه لګوي او ښايي د ازادیو د لا ډېر ځپلو لامل شي.

