ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ افغان وګړي په تهران کې وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو چې د «آبان ری» په سیمه کې وژل شوي دي.
تسنیم خبري اژانس هم ویلي چې په دې برید کې په ټولیز ډول لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
همدارنګه راپورونه ښيي چې یو بل افغان وګړی هم د ایران د روانې جګړې په ترڅ کې وژل شوی او په خوزستان کې خاورو ته سپارل شوی دی.
خو تر اوسه د دې جګړې په ترڅ کې د افغان کډوالو د تلفاتو دقیق شمېر روښانه نه دی.
د طالبانو ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې، د دغو بریدونو له پیل وروسته له ایران څخه د زرګونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

