
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت محتسبانو په څو ولایتونو کې بازارونو او سوداګریزو مرکزونو ته تللي او نظارت یې ترسره کړی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو شمېر دوکانونه او تجارتي مارکېټونه د هغه څه له امله چې «د اسلامي احکامو سرغړونه» بلل شوې، تړل شوي دي.
وزارت زیاته کړې چې د دغو کاروبارونو مالکان او مسؤلان هم عدلي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د طالبانو په وینا، دا اقدامات د محتسبانو د شرعي دندو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
په تېرو میاشتو کې هم ورته پېښې راپور شوې وې چې پکې دوکانونه تړل شوي او پر سوداګریزو فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي وو.

