
د ناټو عمومي منشي مارک روته خبرداری ورکړی چې د ایران توغندیز پروګرام د دې پوځي ائتلاف د غړو لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
هغه په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري غونډه کې، د دیهګو ګارسیا پر پوځي اډې وروستي برید ته په اشارې سره ویلي چې ایران داسې وړتیاوې ترلاسه کړې چې په زیاتېدونکي ډول د ناټو غړو هېوادونو لپاره خطر جوړوي.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، د ایران له لوري دوه بالستیک توغندي د هند سمندر کې د دې پوځي اډې پر لور توغول شوي، خو هدف ته نه دي رسېدلي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې برید په اړه راپور بیا خپور کړی او د ایران د اوږد واټن توغندیو له ګواښ څخه یې د اروپا لپاره خبرداری ورکړی دی.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د ایران پر ضد په پوځي کمپاین کې برخه واخلي.

