
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغانستان څانګې ویلي چې په دې هېواد کې له هر درېیو کسانو څخه یو تن پاکو او کافي څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
یونیسف د سهشنبې په ورځ د حمل په ۴مه په اېکس کې لیکلي چې په تېر کال کې یې له دوو میلیونو او ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته د اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
دې ادارې ټینګار کړی چې د دې لپاره چې ټول ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی ولري، لا هم نورو جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي وو چې په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو څخه ډېر خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

