
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د کونړ ولایت د ناري ولسوالۍ کې یو ملکي کس وژل شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.
د هغه په وینا، دا پېښه د اختر په څلورمه ورځ د سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.
فطرت زیاته کړې چې په ورته وخت کې پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ کې پر یو موټر هم ډزې کړې، خو په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو مخکې هم پاکستاني ځواکونه تورن کړي وو چې په کونړ کې یې یوه ښځینه ډاکټره او د هغې څلور کلن ماشوم وژلي دي.
تر اوسه د پاکستان چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دواړو لورو د اختر مخکې د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړیتوب اوربند اعلان کړی و، خو وروسته یې یو بل د دې تړون په ماتولو تورن کړي دي.

