
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (UNHCR) ویلي چې د ایران د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو سره زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي.
دې ادارې په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې ډېرې کورنۍ یو ځل بیا له بېځایه کېدو سره مخ دي او بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
UNHCR خبرداری ورکړی چې افغانستان لا له وړاندې له څو اړخیزو بحرانونو سره مخ دی، چې د راستنېدونکو کډوالو وضعیت لا پسې ستونزمن کوي.
دې ادارې همدارنګه ټینګار کړی چې د ملکي وګړو ساتنه، بشري مرستو ته لاسرسی او د اړمنو کسانو لپاره د پولو پرانیستې ساتل ډېر مهم دي.

