
د امریکا د ترهګرۍ پر ضد د ملي مرکز مشر جوزف کنت د سهشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
نوموړي ویلي چې د دې پرېکړې لامل یې د ایران پر ضد روانه جګړه ده او باور لري چې تهران د امریکا پر وړاندې کوم فوري ګواښ نه و رامنځته کړی.
کنت په خپل استعفا لیک کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپور شوی، لیکلي: «زه نه شم کولی له هغه جګړې ملاتړ وکړم چې زما په باور بېدلیله او ناسم پیل شوې ده.»
هغه همدارنګه ادعا کړې چې دا جګړه د اسرائیل او د هغه د لابي د فشارونو په نتیجه کې پیل شوې ده.
د راپورونو له مخې، د هغه استعفا د امریکا ځینې استخباراتي چارواکي حیران کړي او تر اوسه سپینې ماڼۍ او د ملي استخباراتو دفتر په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې یو شمېر سیاستوال او شنونکي هم د ایران پر ضد د ډونالد ټرمپ د جګړې پرېکړه تر نیوکو لاندې نیسي.

