
ځايي سرچینې وایي د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې د ناپېژندل شوو وسلهوالو په برید کې د تاجکستان یوه نرسه وژل شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغه ښځه چې د قابله او نرسې په توګه یې د ښځو د درملنې په برخه کې کار کاوه، د شنبې په ورځ د حوت په ۲۳مه د ډزو هدف وګرځېده او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
د وژل شوې نرسې نوم «عدالت حمیدي» یاد شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې د هغې جسد د تدفین د مراسمو لپاره تاجکستان ته لېږدول شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي عدالت حمیدي د کلونو لپاره د کلیوالو ښځو د زېږون او روغتیايي خدمتونو په برخه کې کار کړی او د خلکو ترمنځ ډېره درناوی درلود.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
