
د حمید همایون عبیدي ناول «شیشک» د افغانستان د یو شمېر لیکوالانو، منتقدانو او فرهنګي فعالانو په ګډون په یوه مجازي ادبي ناسته کې معرفي او وڅېړل شو.
دا ناول چې په ۳۲۴ مخونو کې خپور شوی، د آسمایي فرهنګي کانون له خوا چاپ شوی او لیکوال یې سبک «اثیري ریالیزم» بللی دی.
«شیشک» د افغانستان د ښځو د ژوند پر کیسو تمرکز لري او د «شاپیري» په نوم د یوې نجلۍ کیسه بیانوي چې د پلار او ورور له وژل کېدو وروسته د تېښتې ته اړ کېږي او وروسته یو کس د اباسین په نوم ورسره مرسته کوي.
شاعر او ادبي منتقد لطیف ناظمي ویلي چې د ناول لویه برخه د مینې پر روایت ولاړه ده او نورې برخې یې د بېلابېلو خبرو اترو او کیسو څخه جوړې شوې دي.
فیلسوف او لیکوال مسعود راحل دا اثر د جګړې په منځ کې د انسان د هویت د لټون ژوره کیسه بللې ده.
په دې ناسته کې د ادب او جنسیت څېړونکې فریده فریاد او د ښځو د حقونو فعاله سانګه صدیقي هم د ناول بېلابېل ادبي او ټولنیز اړخونه ارزولي دي.
د غونډې په پای کې لیکوال حمید همایون عبیدي وویل چې هر لیکوال باید د خپل اثر له خپرېدو وروسته د جدي او حتی سختو نقدونو اورېدو ته چمتو وي.

