
د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان یو درې کسیز پلاوی د مولانا فضلالرحمان خلیل په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د دې سفر هدف د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو اختلافونو د کمولو او د تاوتریخوالي د راکمولو لارې چارې ارزول بلل شوي دي.
په دې پلاوي کې د مولانا فضلالرحمان خلیل تر څنګ مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.
ویل کېږي چې دا پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره د وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو او د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو او د پاکستان حکومت د دې سفر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

