
د روسیه د بهرنیو چارو وزیر سرگئی لاوروف د تلیفوني خبرو په ترڅ کې د طالبان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې خبرو کې د سیمې د امنیتي وضعیت او پر ایران د برید د احتمالي اغېزو په اړه هم نظرونه تبادله شوي دي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پوځي او سیاسي کړکېچ د کمېدو لارې چارې هم ارزول شوې دي. لاوروف ټینګار کړی چې دواړه لوري باید خپلې ستونزې د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو له لارې حل کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه سرحدي نښتې زیاتې شوې دي.
