
ځایي سرچینې وايي چې د طالبان ځواکونو یو شمېر ټانکونه او درنې وسلې له تخار ولایت او بدخشان ولایت څخه د پاکستان پولې ته نږدې سیمو ته لېږدولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه پوځي تجهیزات د پنجشنبې په ورځ له خواجه بهاوالدین ولسوالۍ څخه بار شوي او د پوځي کاروانونو په بڼه د افغانستان سوېلي ولایتونو ته استول شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې دا لېږد په داسې حال کې شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچ زیات شوی او طالبان وایي که له پاکستانه پوځي اقدام وشي، ښايي له دغو وسلو کار واخیستل شي.
د بدخشان ځینې سرچینې هم وایي چې طالبان په ځینو سرحدي سیمو کې خپل ځواکونه او درنې وسلې د چمتووالي په حالت کې ځای پر ځای کړي دي.
